پولنډ کې ډاکټرانو او روغتیاپالانو د لږو معاشونو له کبله اعتراض کړی
په پلازمېنه وارسا کې د ټول پولنډ ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د لږو معاشونو او د خرابو کاري شرایطو له کبله اعتراض پیل کړ. دا اعتراض داسې مهال کېږي چې د کرونا وبا له کبله د پولنډ روغتیايي سیسټم تر فشار لاندې دی. اعتراض کوونکو چې نن یکشنبه د وارسا په مرکزي برخه کې او د دولتي ودانیو مخې ته راغونډ شوي وو خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد روغتیايي سیسټم ښايي د مالي ستونزو له کبله له سقوط سره مخامخ شي. دغو کسانو ویلي، تر هغو چې مهمې غوښتنې یې پرځای شوي نه وي، شپه به هم په همدغو ځایونو کې تېره کړي. Читать дальше...