ملګري ملتونه: له تېرې میاشتې افغانستان کې د خوړو خوندیتوب خراب شوی
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له تېرې میاشتې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب خراب شوی دی.
دغه سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د خوړو بیې هم ډېرې لوړې شوي او د خلکو عواید کم شوي دي.
د سازمان په حواله، خلکو ته لږ خواړه رسېږي او د لوږې د ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له نورو کسانو پیسې او خواړه په پور اخلي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان زیاتو برخو ته د دوی رسېدل ګران شوي دي.
ټاکل شوې ملګري ملتونه سبا دوشنبه د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو یو لوی کنفرانس جوړ کړي.