جلال اباد کې ځینو ښځو د طالبانو په ملاتړ لاریون کړی
د ننګرهار په جلال اباد ښار کې لسګونو ښځو د بکشنبې په ورځ د طالبانو د اسلامي امارت څخه د ملاتړ په پار لاریون وکړ.
دغه ښځې چې د یکشنبې( د وږې په ۲۱مه) په ورځ راټولې شوې وې د اسلام په چوکاټ کې یې د زده کړو او کار کولو حقونو وغوښتل.
د لاریون کوونکو له ډلې مسکا وایي: "موږ له طالبانو غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې مېرمنو ته د زده کړو اجازه ورکړي او همدارنګه دې اسلامي چوکاټ په داخل کې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي، موږ په اسلامي چوکاټ کې د کار او زده کړو غوښتنه کوو، څو موږ له خپلو حقونو بې برخې نه شو."
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه مېرمنو د طالبانو د اسلامي امارت په پلوۍ ویناوې وکړلې او هغه مېرمنې یې وغندلې چې څو ورځې وړاندې یې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت پر ضد لاریونونه کړي وو.
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري محمد حنیف هم مېرمنو ته ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت مېرمنو ته د اسلام په چوکاټ کې د کار او زده کړو زمینه برابره کړې او دوی کولی شي چې خپلې زده کړې وکړي.
حنیف زیاتوي:"اسلامي امارت میرمنو ته د اسلام په چوکاټ کې د کار او زده کړو زمینه برابره کړې او دوی کولی شيچې د اسلام په چوکاټ کې کار ترسره او هم خپلې زده کړې وکړي په دې برخه کې به یې امنیت هم خوندي وي."
ننګرهار کې د اسلامي امارت په ملاتړ داسې مهال لاریون کیږي چې له دې څو ورځې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې بیا مېرمنو د طالبانو پر ضد لاریونونه ترسره کړي وو او له طالب چارواکو یې د نوي نظام په جوړښت کې د ګډون غوښتنه کړې وه.
د یادولو وړ ده چي تېره اوونۍ طالبانو د خپل حکومت داسې کابینه اعلان کړه چې ښځو ته پکې ونډه نه ده ورکړل، کومه چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.