کاناډا کې ټاکنې؛ یوه افغان الاصله وزیره مریم منصف ماتې سره مخ شوې
د کاناډا د کابینې یوه افغان الاصله وزیره مریم منصف هم له ماتې سره مخ بلل شوې ده.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې اغلې منصف چې د لیبرال ګوند څخه د پیتربورو د سیمې استازې وه او په کابینه کې یې د ښاري اقتصادي پراختیا وزارت مخته ووړ په روانو ټاکنو کې ښايي خپله څوکۍ په محافظه کارې سیالې میشل فیریري وبایلي.
د منصف تر څنګ د لیبرال ګوند یوه بله وزیره بېرنادېت جوردن هم خپله څوکۍ له لاسه ورکوي.
که څه هم د دغو دوو وزارتونو له لاسه ورکول د لیبرال ګوند لپاره ګران پریوزي، خو وړاندوینې ښيي چې د صدر اعظم جسټن ترودو دا ګوند به په نننیو ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټي.
د وړاندوینو له مخې رایه ورکوونکو لیبرال ګوند بریالی کړی، خو لا هم معلومه نه ده چې دا ګوند به پارلمان کې دومره اکثریت وګټي چې د اپوزیسیون له ملاتړ پرته خپلو هېلو ته ورسېږي او که نه؟
ټرودو دا مهال د داسې حکومت مشري کوي چې پارلمان کې کمې څوکۍ لري، دوی د قوانینو د پاس کولو لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.
جسټن ټروډو تېره میاشت ویلي و، د کرونا وبا پر مهال خلک محافظه کاره حکومت نه غواړي.
له ټاکنو مخکې نظرپوښتنو ښودلې وه چې ترودو به د محافظه کارانو له مشر ایرین و توولې ( Erin O toole) سره موازي مخته ولاړ شي.