د کندز ښاریان: بې کاري او د توکو لوړ نرخونو پوزې ته راوستي یو
د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي. د یو شمېر کندزیانو په خبره په دې وروستیو دوو میاشتو کې د خوراکي توکو نرخونه په بې ساري توګه لوړ شوي دي او دې مسالې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. ۳۵ کلن ګل خان چې د کندز ښار د غنمو په مارکیټ کې مزدوري کوي وايي، د نظام بدلون له کبله کار په ټپه درېدلی او خوراکي توکي هم لوړ شوي دي. ګل خان وایي: "دا غوښتنه لرو چې خلکو ته کار او بار پیدا شي، څو خلک پر خپل کار او غریبۍ بوخت وي. د خوراکي مواد نرخونه ډېر لوړ شوي دي، ځکه... Читать дальше...