د خوست قومي مخور: نړیوال دې افغان ولسونو سره مرستې وکړي
د خوست قومي مشران او مخور له نړیوالو غواړي چې په دې هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي په خاطر دې له افغانانو سره مرسته وکړي.
د خوست قومي مشرانو له طالبانو هم وغوښتل چې د خپلو خلکو د ژوند د ښه کولو په خاطر نړیوالو سره ښې اړیکې جوړې کړي.
دوی د دې هېواد د شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه هم وکړه.
قومي مشرانو اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې به بې کاري، بې وزلۍ او کمزوری اقتصاد د دې لامل شي چې نورې نړۍ ته په قانوني او غیر قانوني لارو د افغان ځوانانو تګ ډېر شي.
دوی یادې څرګندونې نن سې شنبه (د وږي په ۳۰مه) د سېپټمبر په ۲۱مه د قومي مشرانو د یوې غونډې په څنډه کې ازادي راډیو سره شریکې کړې.
قومي مشر توریالي منګل وویل: "موږ د ټولو نړیوالو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه دا ده چې دلته ۳۸ میلیونه د افغانستان وګړي اوسیږي، دوی په افغانستان بندیزونه نه وضع کوي، ځکه بېلوالی نه د افغانستان په ګټه دی او نه د نړیوالو په ګټه، دې ځای سره باید مرستې وشي، څو افغانستان له بدبختیو څخه وژغورل شي، حکومت په کې جوړ شي، څو د افغانستان خلک په نورو پسې روان نه شي. "
د خوست قومي مشران وايي، د نوي بدلون وروسته اوس طالبانو باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي.
د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ قومي مشر مختارالدین جلالزی د نړیوالې ټولنې د مرستو په صورت کې افغانان کولای شي، د تېرو شلوکالونو لاسته راوړنې وساتي.
جلالزي وویل: "زموږ د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه ده، دا چې افغان ولس ډېر ځوریدلی او کړیدلی دی، نو دې لپاره چې دا هېواد پرمختګ وکړي، دوی خپلې مرستې له افغانانو ونه سپموي، تر څو موږ هغه لاسته راوړنې چې په تېرو شلو کالونو کې مو لاسته راوړي دي،هغه د لاسه ورنکړو، تر څو د افغانانو ښوونه روزنه، تحصیل او ټولنیز پرمختګ او هر څه موږ بیرته لاسته راوړو. "
نړیوالې څیړنې ښيي، چې د افغانستان کابو ۱۸ میلیونه وګړي چې د دې هېواد نږدې نیمايي نفوس جوړوي، د فقر او غریبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
له کله چې طالبانو په افغانستان باندې کنټرول ترلاسه کړی اکثرو نړیوالو ادارو خپلې استازولۍ تړلي او له امله یې د لویو پروژو اوخدماتي کارونو بهیر درېدلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش له سي ان ان تلویزیون سره د مرکې پر مهال ویلي، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي او اجازه ور نهکړي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځالې بدل شي.