ایران: د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي
ایران وایي چې د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خطیب زاده په وینا د دغه هېواد ایرنا خبري اژانس خبر ورکړ چې د ویانا خبرې به په څو اونیو کې شروع شي.
تهران په داسې وخت کې دا وړاندیز کړی دی چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) وویل، که ایران دا تړون مني واشنګټن به یې هم ومني: "متحد ایالاتونه پر دې ژمنه ولاړ دی چې ایران به نه پریږدي چې اټمي وسله ترلاسه کړي. موږ له پنځه جمع یو سره کار کوو چې د ډپلوماسي له لارې ایران دې تړون ته ستون شي، موږ دې ته چمتو یوو چې په بشپړ ډول دې تړون ته ستانه شو، که ایران ورستنیږي."
ایران د نړۍ له ځواکمنو سره په ویانا کې شپږ پړاوه خبرې وکړې، څو د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون چې په دوه زره اتلسم کال کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې بهر شوی و، بیا را ژوندی شي.
دا خبرې د جون په میاشت کې هغه وخت وځنډیدې چې په ایران کې سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي انتخاب شو.