د کندز ښاریان: بې کاري او د توکو لوړ نرخونو پوزې ته راوستي یو
د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي.
د یو شمېر کندزیانو په خبره په دې وروستیو دوو میاشتو کې د خوراکي توکو نرخونه په بې ساري توګه لوړ شوي دي او دې مسالې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
۳۵ کلن ګل خان چې د کندز ښار د غنمو په مارکیټ کې مزدوري کوي وايي، د نظام بدلون له کبله کار په ټپه درېدلی او خوراکي توکي هم لوړ شوي دي.
ګل خان وایي: "دا غوښتنه لرو چې خلکو ته کار او بار پیدا شي، څو خلک پر خپل کار او غریبۍ بوخت وي. د خوراکي مواد نرخونه ډېر لوړ شوي دي، ځکه که اوړه دي، که وریجې دي او که غوړ دي ټول قیمته شوي دي. پخوا یو بوشکه پنځه لیتره غوړي ۸ سوه افغانۍ وو اوس۱۱ سوه افغانۍ دی، پوره کول یې مشکل دي، خو الله پاک یې پوره کوي."
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ يو اوسېدونکي صلاح الدین ایماق چې ښار ته د سودا اخیستو لپاره راغلی وو، ازادي راډیو ته وويل: "په بازار کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي، غریب او بې وزله خلک نه شي کولی خوراکي توکي، لکه اوړه، غوړي او نور د اړتیا وړ توکي واخلي. له یوې خوا بې کاري او بلې خوا ته د خوراکي توکو لوړوالي بې وزله خلک له ننګونو سره مخ کړي دي. له موجود نظامه غواړو چې په بازار نرخونه کنټرول کړي."
د کندز ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې د خوراکي توکو، ګازو او د تېلو نرخونه دې کنټرول کړي، ځکه چې بې وزله خلک يې د رانيولو توان نه لري.
د کندز ښار یوه اوسېدونکي ګلب الدین خروټی وایي:"د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه په بې ساري توګه لوړ شوي دي. خلک له بې شمېره ستونزو سره مخ دي او دغه راز بې کارې کچه هم لوړه شوې او خلکو پیسې هم په بانکونو کې بندې دي او که دې شته ستونزو ته توجه ونه شي، ښايي یو انسانې ناورین رامنځته شي."
په کندز کې طالب چارواکی بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې شېرخان بندر د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو پرمخ خلاص شوی او ډېر ژر به د خوراکي توکو او غیر خوراکي توکو په نرخونو کې ټیټوالی راشي.
د شېرخان بندر د ګمرک رئیس مولوی صحر په دې اړه وايي: "موږ ډېر زیات کوښښونه کړي چې د سوداګرو کار او بار برابر شي او افغانستان واردات او صادرات جریان پېدا کړي. په دې اړه موږ له د تاجکستان سوداګرو سره هم خبرې کړي دي او له سوداګرو سره مو هم بار بار مجلسونه کړي، څو زموږ کارونه او د سوداګرو کارونه په ښه توګه پرمخ ولاړ شي او انشاءالله کارونه هم د هرې ورځې په تېریدو سره په ښه ترتیب روان دي."
د یو شمېر سوداګرو په باور چې د امریکا لهخوا د افغانستان د ملي شتمنۍ او پیسو له کنګل کېدو وروسته په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه محدود شوي او له امله یې په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.
دوی له نړیوالي ټولنې غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ او پیسې ازادې کړي او که نه افغانان به له بې شمېره اقتصادي ستونزو سره مخ شي.