ملګري ملتونه: ایران زموږ څارونکو ته د یوه ورکشاپ د کتنې اجازه نهده ورکړې
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي، ایران د هغه توافق له مخې چې دوه اوونۍ مخکې شوی، د دې ادارې څارونکو ته اجازه نهده ورکړې چې تهران ته نږدې د سنترفیوژونو د پرزو جوړولو له یوه ورکشاپ څخه کتنه ترسره کړي.
د دغې ادارې رئيس رافایل ګروسي په یوه بیان کې چې پرون یکشنبې خپور شوی، ټینګار کړی چې د هغې موافقې چې د دواړو لورو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲مه شوې، ټول موارد باید تطبیق شي.
د دغې موافقې له مخې ایران اجازه ورکړې چې نړیوال څارونکي کولای شي، د دې هېواد د اټمي فعالیتونو په حساسو ځایونو کې څارونکې کمرې نصب او څارنې ته دوام ورکړي.