طالبان وايي پروان کې یې یو داعشي وژلی او څو تنه یې نیولي
![طالبان وايي پروان کې یې یو داعشي وژلی او څو تنه یې نیولي](https://gdb.rferl.org/3a811c28-25b3-4de2-8380-6025191c520e_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د پروان په مرکز چاریکار کې یې پرون جمعه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه پټن ځای چاپه وهلې او د دې ډلې یو غړی یې وژلی او څو تنه یې نیولي دي.
پر هغې ډلې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پر طالب ساتونکو یې حملې زیاتې کړي دي.
د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي پرون اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د داعش پردغه پټڼ ځای حمله وروسته له هغې وشوه چې په چاریکار کې د دوی د ساتونکو پر یوه موټر د چاودنې په تړاو یې د دې ډلې دوه تنه ونیول.
د ښاغلي کریمي په خبره له نیول شوېو کسانو یې د داعش د دغه پټن ځای په اړه معلومات ترسره کړي و.
هغه ونه نیول چې د داعش څو تنه غړي یې نیولي دي؟
د راپور له مخې په چاریکار کې د طالب ساتونکو پرموټر په چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.