نامعلومو وسله والو جلال اباد کې د خبریال سادات په ګډون ۴ تنه وژلي
نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې خبریال او لیکوال سید معروف سادات وژلی دی. له ختیځ ولایت ننګرهاره راپورونه وایي چې نن شنبه (د تلې لسمه) مازدېګر ناوخته د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند پنځم واټر پمپ سیمه کې نامعلومو وسله والو لیکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات په ډزو وژلی او د نوموړی کوچنی زوی یې ټپي کړی دی. د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې ویلي چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي چې هویت یې لا معلوم نه دی. د سرچینې... Читать дальше...