امریکا کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر ۷ لکو واوښتل
د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر اووه لکه واوښتل چې دا شمېره د پلازمېنې واشنګټن او یا هم د بوسټن د ښار له نفوس سره برابره ده.
په متحد ایالاتونو کې په اوسط حساب هره ورځ شااوخوا یولک او دولس زره کسان په کرونا اخته کېږي، دا فیصدي د سېپټمبر په لومړیو کې یو لک او شپېته زرو ته رسېده.
متحد ایالاتونه چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه لري د کرونا تلفات په کې تر بل هر هیواد زیات دي.
په ټوله نړۍ کې تر اوسه د نژدې پنځه میلیونه کسانو ژوند کرونا وبا اخیستی دی.