پاکستاني طالبانو شمالي وزیرستان کې د ۴ سرتیرو د وژنې پړه ومنله
د پاکستاني طالبانو ډلې یا (TTP) په شمالي وزیرستان کې د څلورو سرتېرو او یوه پولیس د وژنې مسوولیت ومانه.
امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغه پېښه نن د سپین وام په لیرې پرته سیمه سلپازۍ کې شوې ده.
چارواکو ویلي، وسله والو پر سرتېرو هغه وخت برید وکړ چې دوی د تالاشۍ په عملیاتو پسې وتلي وو.
تر دې مخکې پاکستاني طالبانو د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې حکومت له دې وسله والې ډلې سره د اوربند په اړه په خبرو بوخت دی.
عمران خان د ترکیې ټي ار ټي ټلوېزېوني شبکې ته پرون په مرکه کې وویل چې حکومت یې د طالبانو له ځینو ډلو سره په خبرو دی.
د پاکستاني طالبانو ډلې یا ټي ټي پي ویاند پر خپلو وسله والو غږ کړی چې په پاکستان کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي.
بل لوري ته د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې پرون له خپلو وسله والو وغوښتل چې د اکتوبر تر شلمې پورې منل شوی اوربند رعایت کړي.