غزني مېشتي خلک: د طالبانو په راتګ امنیت ښه شوی، د غلاوو کچه هم کمه شوې
د غزني یو شمېر اوسېدنکي په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ سره په دغه ځای کې امنیت ټینک شوی دی.
دوی وايي، په ښار کې ورسره د غلاوو کچه هم کمه شوې او ترڅنګ یې خلک کولی شي چې شپه ـ ورځ په ډاډه زړه له هرځایه هر ځای ته سفرونه وکړي او په وینا یې که څه هم چې تر یوې اندازې خلک بې روزګاره شوي او ګراني هم زیاته شوې ده، خو بیا هم خلک په ډاډه زړه خپل ورځني کارونه پر مخ وړي.
د غزني ښار د پښتون اباد د سیمې اوسېدونکی ۲۵ کلن جمعه الدین: "له کومه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، له هغه راایسته په غزني ولایت کې امن دی، غلاوې نه شته، مخکې به ترورونه کېدل هغه نه شته، خلک په ډاډه زړه د شپې د ورځې ګرځېدلی شي، سفر کولای شي، هېڅ کومه ستونزه نه شته."
ددې ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکی ۲۸ کلن عبدالباري حمیدي هم ورته نظر لري او وايي، پخوا به چې یې د غزني له مرکزه خپل کلي ته تګ راتک کاوه، نو له ډیرو ستونزو سره به مخ وو، خو اوس یې په وینا هغه ستونزې له منځه تللي دي.
نوموړی زیاتوي: "امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په ښه کېدو دی، خلک په ډاډه زړه خپلو کارونو ته ځي، په ښار کې وضعیت نورمال دی، منظم دی، تر ډېره بریده د غلو مخه نیول شوې ده، د بې عدالتیو مخه نیول شوې ده، خلک پرته له کومې وېرې ګرځي، خو یوازې د خلکو اقتصادي ستونزې دي."
ځیني نور کسان بیا له طالبانو بیا هم غوښتنه کوي چې د نظم راوستو او امنیت په ټینګښت کې نور هم ګړندي ګامونه پورته کړي.
د غزني اندړو ولسوالۍ د علي جان د کلي اوسېدونکی ډاکټر عبدالجمیل وايي، ښه امنیت ټینګ شوی، خو نورو هڅو ته اړتیا لیدل کېږي: "له طالبانو مو دا هیله ده چې نور هم د خلکو امنیت او ژوند ته پاملرنه وکړي."
کله چې شااوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان پر ډېری سیمو خپل حاکمیت ټینګ کړ، نو هغه وروسته یې په وار وار په خپلو اعلامیو، خبرپاڼو او ویناوو کې خلکو ته د امنیت د ټیکښت او د غلاوو د مخنیوي ډاډ ورکړی.