ارزګان میشتي ځوانان وايي طالبان یې د ږیرو خریلو له امله ځوروي
د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وايي، دغه ولایت کې واکمن طالبان یې په شخصي ژوند کې لاس وهنه کوي، ځوروي یې او ښه ژوند کولو ته یې نه پریږدي.
دغه ځوانان وايي، دوی پوه او په خپل ښه او بد ښه پوهېږي، خو طالبان یې د دې لپاره ځوروي چې ولې دې ږیره خریلې یا ولې دې د سر ویښتان جوړ کړي دي.
له ډلې یې ددې ولایت یو تن اوسیدونکي حکمت الله ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به سلمانۍ ته په ډاډه زړه ورتلو،وېښتان او ږیره به مو پرې سمه کړه، سټایل ښه خوند راکوي، اوس دې نوي حکومت کې د هېڅ شي په خوند نه پوهیږو، نه ږیره کوچني کولی شو، نه د سر ویښتان جوړولی شو، کله چې ږیره کوچنې کړو، نو طالبانو مو ونیسي راته وايي چې ته د مخکیني حکومت کس يي ،وهي او ډبوي مو، دوی زموږ په شخصي ژوند څه کار لري؟ موږ ولې د دوی په شخصي ژوند کار نه لرو، که د ږیري او یا هم د ویښتانو هغه ګناه زما خپل په غاړه ده."
ددغه ولایت یو بل ځوان چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو هغه مهال وډباوه کله چې یې ږیره خریلې وه او په وینا یې طالبانو یوه ورځ د ږیري د خریولو په خاطر بندي کړی هم و.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې شااوخوا درې نیم لکه خلک ژوند کوي، په دې درې نیم لکه نفوس لرونکي ښار کې مومن له کلنو راهیسې د سلمانۍ دوکان لري.
مومن چې د میدان وردګو ولایت دی او همدې ولایت کې د سلمانۍ دوکان له لارې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوي ازادي راډيو ته یې وویل چې د ډوډۍ د پیداکولو دا لاره يې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ ده.
دی وايي، د پخوا پرتله په کاروبار کې یې شااوخوا ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی: "د پخوا پرتله کارو بار نشته، زموږ کارونه صفر شوي، اقتصاد مو کمزوری دی، په کور کې اوړه نه لرو، مسافر یم، له میدان وردګو څخه راغلی یم، په کور کې ناروغان لرم، قرض داره یو، په خدای که یوه روپۍ لرو، ایران ته مو نه پریږدي، پاکستان ته نه شو تللی، په دې خپل افغانستان کې ناست یو، نو موږ څه وکړو؟"
په ترینکوټ ښار کې اوس مهال شااوخوا ۵۰ سلمانۍ دي چې هره سلمانۍ کې له څلور تر شپږو کسانو کار کوي او دغه کسان به د طالبانو له راتګه مخکې دومره بوخت وو چې خلک به ورته کتار کې ولاړ وو، خو اوس دوی ټول لاس تر زنې ناست وي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې دغه ولایت کې د واکمن طالبانو نظر هم واخلي خو هغوی ځواب و نه وایه.
دغه ولایت کې طالبانو په ښکاره توګه د ږیرو د خریلو او یا هم د ویښتانو د جوړولو کوم اقدام نه دی کړی، خو د دغه ولایت په ګاونډ هلمند ولایت کې د طالبانو له ادرسه یوه خبرپاڼه خپره شوې چې لیکل شوي چې له دې وروسته هر څوک ږیره وخريي او یا هم موسیقي واوري، نو د شریعت په چوکاټ کې به جزا ورکول شي.