اروپایي ټولنه: د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید د طالبانو اعمال وڅارل شي
![اروپایي ټولنه: د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید د طالبانو اعمال وڅارل شي](https://gdb.rferl.org/65e9e65c-4b72-4126-b62c-eaa5ce4de65f_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د طالبانو اعمال وڅارل شي.
بورېل چې خلیج هېوادونو ته په سفر وتلی دی له قطري چارواکو سره د لیدنو په تړاو یې یوه یادداشت کې لیکلي او دا مسئلهیې یاده کړې ده.
بورېل ویلي داسې ښکاري چې د افغانستان وضعه مخ په خرابېدو ده ځکه د ده په خبره طالبانو نجونې ښوونځیو او پوهنتونو ته له تلو منع کړي او حکومتیې هم ټولشموله نهدی.
هغه ویلي د قطري چارواکو نظر دا دی چې موږ له طالبانو سره اړیکې ونیسو څو د هغوی په انتخابونو او چلندونو نفوذ پیدا کړو.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر ویلي د طالبانو له غوښتنو هم ښکاري چې هغوی هڅه کوي په رسمیت وپېژندل شي، کنګل شوې پيسې ورخلاصې او له مشرانو یې بندیزونه لیرې شي.
بورېل ویلي د دې لپاره چې د طالبانو په نوې مشرتابه نفوذ پيدا شي د دې اړتیا ده چې یوه د مخته تګ نقشه جوړه او پهکې خپلې تمې او راتلونکي ګامونه واضح مطرح کړو.
طالبانو د اروپايي ټولنې د دغه چارواکي د څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي، خو مخکې دې ډلې ژمنه کړې وه چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره په طرزالعمل کار کوي.