د طالبانو د ویاند په ټویټرپاڼه بندیزونه ولګېدل
د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په ټویټر باندې بندیزونه لګېدلي. پرون ماسپښين مهال د مجاهد پر ټویټرپاڼه د موقتي بندیزونو د لګېدو خبرداری ښکاره شو. په دې لنډ خبرداري کې راغلي: "دا اکونټ موقتاً محدود شوی. د دې لپاره چې غیر معمول فعالیتونه ترې کېدل." ذبیحالله مجاهد د څلورو لکو کسانو لهخوا په ټویټر باندې تعقیبېږي او کلونهیې له دې لارې د طالبانو فعالیتونه منعکس کول. د ټویټر له نویو بندیزونو سره د مجاهد لهخوا د لیکنو او د نورو د پوسټونو د شریکولو اسانتیا بنده شوې، خو خلکیې لا هم پخواني پوسټونه کتلی شي. Читать дальше...