د طالبانو حکومت د ۳۸ نوېو ګمارنو اعلان وکړ
![د طالبانو حکومت د ۳۸ نوېو ګمارنو اعلان وکړ](https://gdb.rferl.org/9bd9f6bd-90be-42f0-a36b-f62f7920a71d_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت له خوا پرون د ۳۸ نویو ګمارنو اعلان وشو.
په دې ډله کې د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست، د قول اردوګانو قوماندانان او د څو وزارتونو مرستیالان شامل دي.
طالبانو په خپلو نوېو تشکیلاتو کې د ملي اردو د قول اردو ګانو نومونه 'شاهین، پامیر، اتل، تندر، ظفر..." ور بدل کړي او د کابل، کندهار، مزار، کندز، هرات، لغمان او پکتیا قول اردوګانې یې یادې کړي.
د طالبانو له خوا د کابینې د اعلان له لومړۍ دورې تر اوسه پورې ګڼو خلکو انتقادونه کړي.
د امریکا او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ویلي چې د طالبانو کابینه ټولشموله نه ده.