فیسبوک تر ۶ ساعته پرچاوۍ وروسته په قسمي ډول بېرته انلاین شو
د فېسبوک اداره وايي، د دوی خدمات تر شپږساعته پرچاوۍ وروسته په قسمي ډول بېرته انلاین شوي دي. پرون ناوخته په میلیونونو کسان ونه توانېدل د فېسبوک، د فیسبوک د مسنجر، واټس اپ او انسټاګرام له خدماتو ګټه واخلي. واټس اپ او انسټاګرام هم د فېسبوک اړوند دي. فېسبوک پرون وویل چې دا لا معلومه نه ده چې د دوی خدمات به په بشپړ ډول عادي حالت ته د راګرځېدو لپاره څومره وخت ونیسي. په کلیفورنیا کې دېره، دغه شرکت د دې پرچاوۍ له کبله له خپلو مشترکانو بښنه غوښتې ده. د ډاون ډیټکټر (Downdetector) په نوم د وېبسایټونو... Читать дальше...