امریکايي چاروکې شیرمن د ازبیکستان ولسمشر سره پر افغانستان غږېدلې
![امریکايي چاروکې شیرمن د ازبیکستان ولسمشر سره پر افغانستان غږېدلې](https://gdb.rferl.org/fb434e34-2a6f-4cea-bac7-3c5d6a85ce4e_cx0_cy23_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ویندي شېرمن د افغانستان د وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په باب د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره غږېدلې ده.
د رپوټونو له مخې، په پرونۍ لیدنه کې چې په تاشکند کې وشوه، مېرمن ویندي شېرمن له ازبیکستانه مننه کړې چې د افغانستان د مسایلو په تړاو یې له امریکا سره همکاري کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې وېندي شېرمن له شوکت میر ضیاییف سره د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړي.
شېرمن په ازبیکستان کې هم په اقتصادي او ډموکراټیکو پروسو کې د پرمختګونو او د بشري حقونو د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
د منځنۍ اسیا د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ازبیکستان هم له کله چې طالبانو په دغه هېواد په چټکۍ ولکه ټینګه کړه، اندېښنه وښوده ځکه هم یې له امنیتي پلوه د خطر حس درلود او هم له دې ویرې چې پناه غوښتونکي ور وانه وړي.