طالبان: اریانا،کام ایر او 'پي.ای.اې' دې په عادي ډول الوتنې وکړي
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې اریانا افغان هوايي شرکت، کام ایر او پي ای اې شرکتونه دې خپلې الوتنې په عادي ډول له سره پیل کړي.
د دغه وزارت په فیسبوک پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، دا پرېکړه کابل ته د پي ای اې هوايي شرکت له خوا د الوتنو تر بندولو وروسته په یوه ناسته کې پرون وشوه چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست وزیر ملا حمید الله اخندزاده، دپاکستان سفیر او د یادو شرکتونو استازو ګډون کړی وو.
په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د ټکټونو بیې دې په عادي ډول بېرته راټېتې شي چې د درې واړه شرکتونو فني ټیمونه به په دې اړه کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد - کابل تر منځ د الوتنې د ټکټ بیه له ۱۵۰ ډالرو ۲۵۰۰ ډالرو ته پورته شوی وه چې مسافرو یې په اړه شکایتونه درلودل او ویل یې د اخیستلو توان یې نه لري.