د روسیې د اوسیتیا زندان کې له بلوا وروسته اوس وضعیت ارام دی
د روسیې د جنوب په یوه زندان کې له پرونۍ بلوا وروسته ویل کېږي چې هلته نن شنبې وضعیت ارام دی.
دا بلوا پرون د شمالي اوسیتیا د مرکز ولادي قفقاز په یوه زندان کې پیل شوه.
تاس خبري اژانس په شمالي اوسیتیا کې د بشري حقونو د یو څېړونکي تېمرلان څګویف له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، په دې بلوا کې څوک نه دي ژوبل شوي.
څګویف زیاتوي چې ټاکل شوې د زندان چارواکي نن د بندیانو له ځینو استازو سره وګوري او د هغوی غوښتنې واوري.
له دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې په دې زندان کې چې شااوخوا ۶۰۰ کسان په کې دېره دي، اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې د دې بلوا علت څه و.