طالبان د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي
د طالبانو حکومت یو چارواکی وايي د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي.
فرانس پرس خبري اژانس د زندانونو د ساتنې د چارو د یوه مسؤل مولوي عبدالله حقیق له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي د پلچرخي زندان لپاره یو شمېر ساتونکو ته روزنه ورکړل شوې چې ډېر ژر به د دغه زندان چارې سمبالې کړي.
د طالبانو د زندانونو د ساتنې د چارو دغه مسؤل ونهویل چې کله به د پلچرخي زندان بېرته پرانیستل کېږي، خو زیاتهیې کړه چې دوی به وکولای شي په دې زندان او د کابل ولایت په نورو محبسونو کې له ۶ زرو تر ۷ زرو پورې بندیان وساتلی شي.
د کابل په پلچرخي زندان کې د پخواني حکومت په دوره کې د طالبانو په ګډون په زرګونو بندیان ساتل کېدل چې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره ټول بندیان ترې ووتل.