افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده
افغانستان د کرکټ د ۲۰ اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده. لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې یوازې ۱۰۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده. په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډلهیې تر اوسه نهده معلومه، خو... Читать дальше...