قزاقستان له افغانستان سره د ۵ زره ټنه اوړو مرسته کوي
قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې ژمنه کړې ده.
د طالبانو حکومت د چارو ادارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د رئیسالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال د ګڼو سیاسي او دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د پنځه زره ټنه اوړو مرسته وکړي.
بل لور ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې قزاقستاني چارواکي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې هم په راتلونکي کې له افغانستان سره د اقتصادی همکاریو او اقتصادي مرستو ژمنې کړي.