بایډن په تونس کې د امریکا اوسنی سفیر په پاکستان کې د نوي سفیر په توګه ټاکي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې په تونس کې د امریکا اوسنی سفیر ډونالد بلوم (Donald Blome) به په پاکستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه وګماري.
د روېټرز د راپور له مخې واشنګټن دغه اقدام داسې مهال کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هلته د وضعیت پر سمبالولو کار کوي.
د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې بلوم چې په یو شمېر عربي هېوادونو کې مختلفې ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړي، په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې هم د سیاسي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.