د اعلا وزير خلاف د عدم اعتماد تحریک لپاره د بلوچستان اسمبلۍ غونډه
د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړي له هغه وروسته د اعلا وزير پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کوي چې کله د دوی پر غوښتنه هغه له خپلې چوکۍ استعفا ورنکړه.
د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړي له هغه وروسته د اعلا وزير پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کوي چې کله د دوی پر غوښتنه هغه له خپلې چوکۍ استعفا ورنکړه.
په هند کې له سختو بارانونو او د سېل له جاري کېدو وروسته لږترلږه ۲۴ تنه د ځمکې د ښویېدو له کبله مړه شوي دي. د هند د اُتراکند د شمالي ایالت چارواکو نن چهارشنبې (د تلې په ۲۸مه) وویل چې په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې د ښویېدو له امله یو شمېر نور کسان ژوبل شوي هم دي. د دې ایالت د ملکي چارو مشر پردیپ جین فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې په مړو شویو کې د یوې کورنۍ ۵ غړي هم شامل دي. چارواکي وايي چې د ځمکې د ښویېدو په نتیجه کې څو ودانۍ هم نړېدلې دي. د جمعې په ورځ په کرالا ایالت کې دې ته په ورته پېښو کې لږترلږه ۲۷ تنه مړه شوي وو.
د ملګرو ملتونو سازمان د ځمکې د تودوخې په اړه یو تحقیقي راپور خپور کړی دی. د دغه سازمان په ملاتړ شوی تحقیق ښيي چې په راتلونکې لسیزه کې باید د ډبرو سکرو، ګازو او د تېلو د مصرف کچه نمايي ته راکمه شي، څو د ځمکې د تودوخې مخنیوی وشي. دا څېړنه ښيي که په نړۍ کې د تېلو، ګازو او د ډبرو سکرو د مصرف کچه کمه نهشي، تر راتلونکو ۲۰ کلونو به د ځمکې د تودوخې کچه د سانتي ګراد له ۱،۵ درجې لوړه شي او د انسانانو ژوند ته متوجې ګواښ زیات کړي. دا مطالعه څرګندوي که په نړۍ کې د ککړتیا کچه په همدې اندازه پاتې شي، نو... Читать дальше...
د سوریې دولتي رسنۍ وايي، په پلازمېنه دمشق کې په دوو چاودنو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي. د سوریې د سانا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د سړک پر غاړه دوه ایښودل شوي بمونه پرون هغه مهال وچاودېدل چې د سوریې پوځیان په بسونو کې له یوه پله تېرېدل. دولتي ټلوېزیون وايي چې چاودنې سهار د بیروبار په مهال چې خلک د کارونو خوا ته روان ول، شوې دي.
د طالبانو د رئیسالوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی مسکو ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې نن د مسکو فارمټ غونډه د افغانستان د ګاونډیو په شمول د ۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي. دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د داعش له لوري بریدونه مخ په زیاتېدو دي او روسیه اندېښنه لري چې د افغانستان ناکرارۍ به منځنۍ اسیا ته خپرې شي. د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷م کال څخه پیل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې دې غونډې ته د افغانستان له لوري یوازې طالبان بلل شوي دي.
اې اېم اېف د اکتوبر پر ۱۹مه د منځني ختيځ او مرکزي اسيا په اړه په خپل اقتصادي راپور کې ويلي چې د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دغه هېواد يو شمېر ضربې ليدلي چې په نتيجه کې يې واردات کم شوي، د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی، ګراني زياته شوې او د ژوند معيار رالوېدلی دی.
د المپیک مشال چین ته چې پلازمېنه پیکېنګ بهیې د راتلونکي کال د ژمنیو لوبو کوربه وي، ورسېد. دغه مشال د دوشنبې په ورځ د یونان په المپیا کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې روښانه شو او پرون هم په پیکېنګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو تنظیموونکو ته وسپارل شو. دغه مشال به مخکې له دې چې د دې هېواد پر مختلفو سیمو وګرځول شي، د پیکېنګ د المپیک د برج پر سر نندارې ته وړاندې شي. د المپیک ژمنۍ لوبې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د شمالي کوریا په اړه یوه بېړنۍ غونډه وکړي. ډیپلوماتانو دا خبره وروسته تر دې کړې چې د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وویل، پیونګ یانګ له اوبتل څخه توغېدونکی یو نوی بالیستیک توغندی په بریالیتوب ازمویلی دی. د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا دا غونډه د بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه جوړېږي. د امنیت شورا د بندیزونو له مخې پیونګ یانګ اجازه نهلري چې اټمي وسلو او بالیستیک یا لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته پراختیا ورکړي.
د افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د پاسپورټونو ویش پیل کړی، خو دا چې دا لړۍ له اوږدې مودې راهېسې ځنډیدلې وه دا مهال د پاسپورټ ریاست د خلکو له ګڼې ګوڼې سره مخ دی. په دې اړه مو د خلکو ځینې شکایتونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ادارې له ریش مولوي عالم ګل حقاني سره شریک کړي دي.
د هند په کېرالا ايالت کې د سختو سېلابونو باوجود یوې جوړې د واده مراسم ترسره کړل خو د مراسمو ځای ته په دېګ کې ولېږدول شول. پر دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو زموږ همکار اسرار عالم مومند دا راپور جوړ کړی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې په تونس کې د امریکا اوسنی سفیر ډونالد بلوم (Donald Blome) به په پاکستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه وګماري. د روېټرز د راپور له مخې واشنګټن دغه اقدام داسې مهال کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هلته د وضعیت پر سمبالولو کار کوي. د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې بلوم چې په یو شمېر عربي هېوادونو کې مختلفې ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړي، په کابل کې د امریکا په سفارت کې یې هم د سیاسي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.
د نړیوالې دوهمې جګړې د اجباري کمپ یوه مرستیاله چې تېره میاشتیې په جرمني کې تر محکمې مخکې د تېښتې هڅه کړې وه او بیا ونیول شوه، پرون محکمې ته حاضره شوه. ۹۶ کلنه ارمګارډ فوشنر په پولنډ کې د ۱۹۴۳م او ۱۹۴۵م کلونو ترمنځ د څه باندې ۱۱،۴۰۰ انسانانو په وژلو مجرمه پېژندل شوې ده. فوشنر د نازي وخت لومړۍ ښځه ده چې محاکمه کېږي. راتلونکې سې شنبه به دا بیا محاکمې ته حاضرېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي په کابل کې نن سهار د نا امنۍ په یوه پېښه کې د طالبانو په ګډون د څو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي فرانسپرس اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو چا یو لاسي بم د طالبانو یوه موټر ته ورګوزار کړ چې له املهیې دوه طالب ساتونکي ټپیان شول. یوه بل چارواکي بیا په دې پېښه کې د نږدې ښوونځي د څلورو زدهکوونکو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده. طالب چارواکو نهدي ویلي... Читать дальше...
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصاد به سږکال له ۲۰ تر ۳۰ فیصده پورې له رکود سره مخامخ شي. د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د پیسو د نړیوال صندوق د رئیس جهاد ازعور په وینا د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره به افغانان نورو سیمو او نورو هېوادونو ته مخه کړي. ازعور زیاته کړه: "څه چې موږ یې وړاندوینه کوو او ورته اندېښمن یوو، همدا د افغانستان اقتصادي رکود دی چې د ۲۰ او ۳۰ په سلو کې ترمنځ به وي. دا وضعیت په لکونو یا ملیونونو کسان له ستونزو سره مخامخوي، د کډوالو او په کور دننه د بېځایه شویو مسئله شته. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ واکسین تهیې اجازه ورکړې ده. د روغتیا په نړیوال سازمان کې د مدیترانې د ختیځې برخې د پولیو د مخنیوي مسؤل حمید جعفري پرون اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل چې د طالبانو له لوري وروسته له درېیو کلونو مخالفته دا لویه لاسته راوړنه ده. جعفزي زیاته کړه: "د پولیو د پیلېدو لپاره د طالبانو د چارواکو امر له څو پلوه ستر بدلون دی او مهم بدلون دی. د اوس لپاره موږ وینو چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د محدودو پېښو د مخنیوي... Читать дальше...
د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړو هېوادو په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پيل کړي دي. د دې تمریناتو هدف، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د ترورېستي فعالیتونو مخنیوی یاد شوی دی. په دې تمریناتو کې تر پنځه زره ډېرو سرتېرو له سلګونو هوایي او ځمکنیو پوځي تجهیزاتو سره برخه اخیستې ده. د دې عسکرو نیمایي روسان دي. د ګډو ګټو د امنیتي تړون مشري روسیه کوي او په دې کې تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بلاروس هم شامل دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر له روسیې غوښتي چې د اوکرائین په ختیځ کې د جګړې له ادامې لاس واخلي. لوېډ استېن پرون په کیف کې د اوکرائین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره وکتل. تر دې کتنې وروسته ده وویل چې مسکو دې همداراز د تور سمندرګي شااوخوا پرتو هېوادونو له بېثباته کولو ډډه وکړي. د اوکرائین ولسمشر زلینسکي بیا واشنګټن د کیف تر ټولو ستر پوځي شریک وباله: "لومړی غواړم چې له ولسمشر بایډن څخه مننه وکړم. موږ هغه ۶۰ ملیونه پوځي مرسته ترلاسه کړه چې واشنګټن ته زما د سفر پر مهال د امریکا ولسمشر د هغې ژمنه راسره وکړه. Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مسکو، پیکېنګ او اسلاماباد له افغانستان سره مرستو ته چمتو دي. د روسیې، چین او پاکستان چارواکو پرون په مسکو کې د غونډې پر مهال دا ژمنه وکړه. تمه ده چې نن د مسکو په غونډه کې د دې مرستو په اړه خبرې وشي. په دې غونډه کې به تر ۱۰ د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، هند چې له افغانستان سرهیې په تېرو دوو لسیزو کې شااوخوا درې میلیارده ډالره مرسته کړې او دا د سیمې تر بل هر هېواده په دې موده کې ډېره مرسته ده پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه لري، خو وایي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت وایي، طالبان په داسې موقف کې نهدي چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه وروسپارل شي. د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو پرون د سنا د بانکي چارو کمېټې ته په واشنګټن کې وویل چې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیز ادامه پیدا کړي او په ورته وخت کې د بشري مرستو لپاره لارې چارې ولټول شي. وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه چې نږدې ۹،۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي، کنګل کړه. واشنګټن وایي، تر هغو چې طالبانو... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوورونو نړیوال جام لپاره د چمتووالي په هدف نن په دوبۍ کې خپله دوهمه دوستانه لوبه وکړي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل او ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام تمریناتي سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه له وېسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي او د افغانستان رسمي لوبې به د اکټوبر له ۲۵مې پیل شي." افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره خپله لومړۍ لوبه د دوشنبې په ورځ جنوبي افریقا ته وبایلله. د دې جام... Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости