د نړیوالې دوهمې جګړې د اجباري کمپ یوه مرستیاله محکمې ته حاضره شوه
![د نړیوالې دوهمې جګړې د اجباري کمپ یوه مرستیاله محکمې ته حاضره شوه](https://gdb.rferl.org/05030000-0a00-0242-7b3c-08d9931d716a_w800_h450.jpg)
د نړیوالې دوهمې جګړې د اجباري کمپ یوه مرستیاله چې تېره میاشتیې په جرمني کې تر محکمې مخکې د تېښتې هڅه کړې وه او بیا ونیول شوه، پرون محکمې ته حاضره شوه.
۹۶ کلنه ارمګارډ فوشنر په پولنډ کې د ۱۹۴۳م او ۱۹۴۵م کلونو ترمنځ د څه باندې ۱۱،۴۰۰ انسانانو په وژلو مجرمه پېژندل شوې ده.
فوشنر د نازي وخت لومړۍ ښځه ده چې محاکمه کېږي.
راتلونکې سې شنبه به دا بیا محاکمې ته حاضرېږي.