د روغتیا سازمان د ګوزڼ واکسین د پیل په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی وکړ
د روغتیا نړیوال سازمان د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ واکسین تهیې اجازه ورکړې ده.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د مدیترانې د ختیځې برخې د پولیو د مخنیوي مسؤل حمید جعفري پرون اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل چې د طالبانو له لوري وروسته له درېیو کلونو مخالفته دا لویه لاسته راوړنه ده.
جعفزي زیاته کړه: "د پولیو د پیلېدو لپاره د طالبانو د چارواکو امر له څو پلوه ستر بدلون دی او مهم بدلون دی. د اوس لپاره موږ وینو چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د محدودو پېښو د مخنیوي لپاره یو بېساری فرصت پیدا شوی دی."
مخکې تر دې چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي د افغانستان په ځینو برخو کې بهیې د ملګرو ملتونو ادارې نهپرېښودې چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.