د امریکا دفاع وزیر له روسیې وغوښتل چې د اوکرائین په ختیځ کې جګړه ودروي
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر له روسیې غوښتي چې د اوکرائین په ختیځ کې د جګړې له ادامې لاس واخلي.
لوېډ استېن پرون په کیف کې د اوکرائین له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي سره وکتل.
تر دې کتنې وروسته ده وویل چې مسکو دې همداراز د تور سمندرګي شااوخوا پرتو هېوادونو له بېثباته کولو ډډه وکړي.
د اوکرائین ولسمشر زلینسکي بیا واشنګټن د کیف تر ټولو ستر پوځي شریک وباله: "لومړی غواړم چې له ولسمشر بایډن څخه مننه وکړم. موږ هغه ۶۰ ملیونه پوځي مرسته ترلاسه کړه چې واشنګټن ته زما د سفر پر مهال د امریکا ولسمشر د هغې ژمنه راسره وکړه. موږ او زموږ پوځ د متحده ایالاتو له ملاتړه ډېر خوشحاله یوو."
د امریکا دفاع وزیر د تور سمندرګي د سیمې د درېیو هېوادونو له سفر وروسته پرون له ګرجستانه اوکرائین ته ورسېد.
دی له اوکرائينه، رومانیا ته ځي.
ټاکل شوې ده چې لوېډ استېن بیا د پنجشنبې او جمعې په ورځو په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.