چارواکي: د لاهور مظاهرو دوه پولیس او دوه لاریون کوونکي وژل شوي
د پاکستان په لاهور ښار کې پرون جمعه (د تلې ۳۰مه) د اسلامپالو معترضانو د مظاهرې په ترڅ کې تاوتریخوالی او مرګ ژوبله پېښه شول.
د پولیسو یوه ویاند رانا عارف وویل چې دوه پولیسو افسران د معترضانو له خوا د تیږو په ګوزارونو وژل شوي او یو بل ټپي دی.
نوموړي زیاته کړه چې دوه تنه لاریونوال هم وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو چې د تحریک لبیک پاکستان زرګونه پلویانو له لاهوره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون کاوه.
دوی غواړي چې د دې اوږه لاریون په ترڅ کې اسلام اباد ته ولاړ شي او حکومت اړ کړي چې د تحریک لبیک د غیرقانوني ګوند مشر سعد رضوي خوشې کړي.
د پاکستان حکومت له لاهور ه د دې لاریون د پیل د مخنیوي په مقصد د پولیسو او دولتي ملېشې سرتېري موظف کړي دي. چارواکو همدا راز د لاهور په ځینو سیمو کې پر سړکونو موانع ایښي دي.
لاهور له اسلام اباده تقریباً ۳۵۰ کیلومتره واټن لري او لاریونوالو د دې لپاره چې ځانونه په کتارونو کې هلته ورسوي بسونه او موټر کرایه کړي دي.