جلال اباد کې چاودنې دوه تنه ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک د غاړې یوه ماین چاودنې د یوه ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژلي دي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
پولیس وايي چې د دې برید هدف د طالبانو یوه موټر و، خو امنیه قومانداني وايي چې په موټر کې سپاره طالبان نه دي زیانمن شوي.
د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په جلال اباد کې پر طالبانو مخکینۍ حملې اسلامي دولت ډلې کړې چې په دې سیمه کې فعاله ده.