سوداګرۍ خونه: ګاونډي هېوادونه خپلې مڼې د افغانستان په نوم صادروي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره پاکستان ته د مڼو د صادراتو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې راغلي، د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې ناسته کې ویلي چې د پاکستان او هند له خوا د ترجیحي تعرفې په پام کې نیولو سره ځینې ګاونډي هېوادونو هڅه کوي چې خپلې مڼې د افغانستان د مڼو په نوم صادرې کړي چې دا کار د افغانستان د مڼو صادراتو ته تاوان رسوي.
مخکې تر دې د پاکستان سفارت مسوولانو د ګمرکي تعرفو د کمولو په خاطر د مڼو د تولید د دقیقو ارقامو غوښتنه کړې وه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم وویل، په داسې حال کې چې د مڼو د تولید کچه تېر کال ۲۷۰ ټڼه وه، په روان کې دا کچه نوره هم ډېره شوې ده چې د صادراتو د ستونزې د حل په خاطر به یې تر راتلونکې اوونۍ دقیق ارقام راټول او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره به شریک شي.