نامعلومو وسله والو شمالي وزیرستان کې یو مخابراتي برج ویجاړ کړی
![نامعلومو وسله والو شمالي وزیرستان کې یو مخابراتي برج ویجاړ کړی](https://gdb.rferl.org/E7579453-13A8-4C65-BA32-841B73BBA5F1_w800_h450.jpg)
نامعلومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د مخابراتو یو برج په بمونو والوزاوه.
پولیسو پرون جمعه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا برج سمدستي وروسته له هغه ویجاړ شو چې د سیمې اوسېدونکو ته یې د انټرنیټي خدماتو په رسولو پیل وکړ.
دا مخابراتي برج په یوه چینايي مخابراتي شرکت پورې اړوند و.
د دې برید مسوولیت هېڅ کومې ډلې نه دی منلی، خو شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال په کې فعال دي.