بغداد کې د اعتراض کوونکو او پولیسو په اخ و ډب کې یو تن وژل شوی
د عراق په مرکز بغداد کې د ایراني پلوه شیعه اعتراض کوونکو او بلوا ضد پولیسو ترمنځ د اخ وډب پر مهال یو اعتراض کوونکی وژل شوی او په لسګونو کسان ټپیان شوي دي. دا اعتراض کوونکي د عراق د تېرې میاشتې د پارلماني انتخاباتو نتیجې نه مني. دوی له څه باندې درې اونیو راهیسې د عراق د پلازمېنې زرغونې سیمې ته څېرمه پرلت وهلی دی. پولیسو پر دې اعتراض کوونکو پرون اوښلن ګاز استعمال کړ او هوایي ډزې یې وروسته تر دې وکړې چې په لسګونو اعتراض کوونکو د پولیسو خوا ته کاڼي وار کړل او هڅه یې وکړه چې زرغون زون ته داخل شي. Читать дальше...