د افغانستان په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو لیکنې او تبصرې
هندوستان ټایمز
هندوستان ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغې سیمهییزې غونډې په اړه لیکنه خپره کړې چې ټاکل شوې د هندوستان په کوربهتوب راروانه چهارشنبه (د نومبر پر ۱۰مه) جوړه شي.
د لیکنې په حواله، په دغه غونډه کې به د سیمې د هېوادونو عالي رتبه امنیتي مشران سره جرګه شي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو بحث وکړي.
د هندوستان ټایمز په لیکنه، که څه هم په دې غونډه کې پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ویلي، دی په دې سرمشریزه کې برخه نهاخلي.
ځینو چارواکو د نوم نهښوولو په شرط ورځپاڼې ته ویلي، په دې غونډه کې چین ته هم بلنه ورکړل شوې، خو تر اوسه چین په دې اړه ځواب نهدی ویلی.
هندوستان ټایمز زیاتوي، په نوې ډېلي کې د پاکستان دغه تصمیم ته د سیمهییزې غونډې په وړاندې د خنډ په سترګه نهکتل کېږي، ځکه روسیې، ایران او د مرکزي اسیا ځینو کلیدي هېوادونو په دې غونډه کې چې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال بهیې مشري کوي، خپل ګډون تأیید کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته هند او د سیمې نورو هېوادونو د سیمې د امنیت په اړه اندېښنه ښوولې ده.
ګارډین
د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ د ټسټ لوبې پر ځنډېدو لیکنه خپره کړې چې دلیلیې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نامعلوم وضعیت ښوول شوی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، د اسټرالیا د کرکټ ادارې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د دې لپاره چې په افغانستان او نړۍ کې د ښځو او نارینهوو د سپورټ ملاتړ شوی وي، اوسني غیر یقیني حالت ته په کتو یې دا غوره وګڼله چې تر بلې خبرتیا پورې دغه ټسټ لوبه وځنډوي.
د افغانستان کرکټ بورډ هڅه وکړه چې دا پرېکړه کم اهمیته وښيي او په یوه اعلامیه کې یې پرون وویل، د اسټرالیا له کرکټ بورډ سره د ګډې پرېکړې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ ټسټ لوبه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون په همدې اړه ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه د اسټرالیا د بوخت مهالوېش له مخې شوې ده.
په پام کې وه د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ټسټ لوبه د نومبر میاشتې پر ۲۷مه به هوبارت ښار کې وشي.
د اسټرالیا د کرکټ مسؤلینو مخکې په سپټمبر کې د طالبانو لهخوا د ښځو د کرکټ پر بندولو تندې نیوکې کړې وې او له افغانستان سرهیې د ټسټ لوبې د ځنډولو خبرداری ورکړی و.
که څه هم طالبانو ژمنې کړي چې د خپلې تېرې دورې سختې کړنې به نهتکراروي، خو طالبانو په نورو ورزشي برخو کې هم ښځینه ورزشکارانو ته د فعالیت اجازه نهده ورکړې.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی تر اوسه پورې د ښځو د سپورټ په اړه کومه پرېکړه نهده کړې.