دیبرا لاینز: طالبانو لا هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي
د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي چې طالبانو لا د افغانانو د حقونو د تامین په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
د دیبرا لاینز په حواله دا خبره د یوناما په یوه اعلامیه کې خپره شوې ده.
اغلې لاینز زیاته کړې: "مساوات او عدم تبعیض د بشري حقونو له مهمو اصولو دي او طالبان یې باید د افغاني ټولنې د ورځنيو واقعیتونو په توګه پلي کړي."
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړې چې د اګسټ له پنځلسمې د افغان نجونو او ښځو ګڼ حقونه تر پښو لاندې شوي او طالبان باید ډېره هڅه وکړي چې د نجونو او ښځو د حقونه خوندي او ملاتړ یې وکړي.
هر کال د ډسمبر لسمه د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په توګه د ملګرو ملتونو له خوا نمانځل کېږي.