جنرال فرانک مک کنزي: القاعده غواړي بیا افغانستان کې منظم شي
د امریکا د پوځ یوه چارواکي نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) وویل چې القاعده شبکې وروسته تردې په افغانستان کې یو ځل بیا لږ سر راپورته کړی دی چې امریکایي پوځیان له دغه هېواده وتلي دي.
د امریکا د مرکزي قومانداني مسوول جنرال فرانک مک کنزي اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "زه فکر کم چې القاعده بیا په پښو د درېدو هڅې کوي. تر دې نور د اوس لپاره څه نه شته، خو زما په باور القاعده غواړي چې په افغانستان کې بیا منظمه شي."
جنرال مک کنزي زیاته کړه چې له افغانستانه د اګسټ په میاشت کې د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ګرانه شوې ده چې د القاعده بنسټ پاله ډله امریکا د افغانستان دننه وڅاري.
جنرال مک کنزي وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو دننه یو شمېر کسان له القاعده سره خواخوږي لري.
نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید د دوه زره شلم کال د فبروري د نهه ویشتمې نېټې له تړون سره سم د القاعده پرضد لاس په کار شي.
جنرال مک کنزي دا ونه ویل چې القاعده په افغانستان کې څومره غړي لري، خو دا خبره یې وکړه چې شمېر یې احتمالاً لږ زیات شوی دی.