د یوې افغانې پیلوټې زوی په متحد عربي اماراتو کې وزیږېد
د یوې افغانې پیلوټې زوی په متحد عربي اماراتو کې وزیږېد.
دا اووه ویشت کلنه پیلوټه د متحد ایالاتونو له لوري د هغو یو سل او درې څلوېښت روزل شوېو پیلوټانو له ډلې څخه ده چې تېره میاشت له تاجکستانه متحد عربي اماراتو ته ولېږدېدل.
دا پيلوټان په هغه ورځ له افغانستانه تاجکستان ته تللي وو چې طالبانو کابل ونیو او تر درې میاشتې ډېره موده په تاجکستان کې په یوه بې برخلیک حالت کې اوسېدل چې بیا امریکا ابوظبۍ ته انتقال کړل، څو د امریکا متحد ایالاتونو ته د کډوالو په توګه واستول شي.