افغانستان کې د یو ډالر بیه ۱۰۶ افغانیو ته راښکته شوه
د شهزاده سرای مرستیال حاجي داد ګل وایي، دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ د مرکزي بانک او صرافانو ټولنې ترمنځ ونیول شو او نن پلې شو.
د سې شنبې په ورځ د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مرکزي بانک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې وروسته هېڅ څوک نه شي کولی په سوداګریزو راکړو ورکړو کې له بهرنیو اسعارو ګټه واخلي؛ د نوموړي په خبره له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستی یوه اوونۍ کې یو امریکایي ډالر له ۹۰ افغانیو ۱۲۵ ته پورته شو.
د ډالرو بیې لوړېدل نه یوازې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې، بلکې بازارونو کې یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې هم لوړې کړي.