ملګري ملتونه: د اسیا د ملیونونه وګړو د خوړو امنیت له ګواښ سره مخ شوی
دا خبره نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په یو راپور کې کړې ده.
د دې راپور پر بنسټ په اسیا لویه وچه کې یو میلیارد او ۸۰۰ ملیونه وګړي روغتیايي غذايي رژیم ته لاسرسی نهلري.
په دې راپور کې ویل شوي چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د حکومتونو د اقداماتو او سفرونو او نورو فعالیتونو د محدودېدو سره هممهاله په ۲۰۲۰ م کال کې خوړو ته د خلکو لاسرسی کم شوی او سږ کال دا وضعیت نور هم خراب شوی دی.
د دې راپور پر بنسټ په افغانستان، پاپوا نیوګیني او ختیځ تېمور کې لوږه یوه بېړنۍ ستونزه ده.
ملکرو ملتونو په وروستیو کې ویلي دي چې که نړیوالې مرستې ونهرسېږي په افغانستان کې به خلک د کافي خوړو د نشتوالي له کبله له یو بشري ناورین سره مخ شي.