د کرونا نوې بڼې د افریقايي ملتونو جام سیالۍ له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي
د کرونا ویروس د نوې بڼې له خپرېدو وروسته د افریقايي ملتونو جام سیالۍ له نامعلوم برخلیک سره مخ شوې دي.
رسنۍ وايي، له کرونا سره د مبارزې په ترڅ کې معلومه نهده چې د افریقا د ۲۰۲۲ کال د ملتونو جام به څه وخت پیل شي.
خو ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې د افریقا د فوټبال کنفدراسیون به د ۲۰۲۲ کال د افریقا ملتونو جام په اړه خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.
د کرونا ویروس نوې بڼه چې اومېکرون نومېږي، د خپرېدو په حال کې ده.