د بنګلهدېش د کرکټ غوره لیګ ځنډېدلې سیالۍ به بېرته پیل شي
د بنګلهدېش د کرکټ غوره لیګ سیالۍ چې دوه کاله د کرونا له امله ځنډېډلې وې، بېرته پیل شي.
دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي چې شپږ لوبډلې په کې برخه ولري او هره لوبډله یوازې درې بهرني لوبغاړي له ځان سره اخستلای شي.
د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، د افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ترڅنګ، فاف ډوپلیسیس، معین علي، سنیل نارین، انډر رسل او یو شمېر نور هغه لوبغاړي دي چې په یاد لیګ کې به برخه واخلي.
د راپورونو له مخې د یاد لیګ لپاره د لوبغاړو د اخېستو بولي به د همدې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه یعنې د دوشنبې په ورځ ترسره شي.
دا له دوه کلن ځنډ وروسته د یاد لیګ د پیل لپاره د لوبغاړو د اخېستو لومړۍ بولي ده.