طالبان: د ۵ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه لاهم قطر او ترکيې سره خبرې روانې دي
د ترکیې رسنیو پرون شنبه راپور ورکړ چې ترکیه او قطر د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت د مدیریت په تړاو یوې موافقې ته رسېدلې ده. ځینو سرچینو د نومونو نه ښوولو په شرط د ترکیې رسنیو ته ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت په اړه انقره او دوحه په خپلو کې له مخکې سلا شوي دي. د ترکیې احوال خبري اژانس لیکلي، د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د تنظیم لپاره د ترکي او قطري شرکتونو ترمنځ تفاهم لیک د ډسمبر پر اوومه لاسلیک شوی دی. Читать дальше...