کابل کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاری زاده نن شنبه (د مرغومي ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل له ټولو کلپونو ۵۶ لوبغاړي ګډون لري.
د ښاغلي قاري زاده په خبره، دا سیالۍ چې د اوپن 'خلاص' په ډول پیل شوي دي، درې ورځې به دوام وکړي.
د نوموړي په خبره، د دې لوبو هدف په هېواد کې د سنوکر لوبغاړو هڅونه بلل شوي.