کرکټ؛ افغان لوبډله سبا دوشنبه هند سره مخ کیږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، سبا دوشنبه (د مرغومي ۶مه)د نولس کلنو اسيايي جام سياليو کې افغانستان خپله درېیمه او برخلیک ټاکونکې لوبه له هندوستان سره کوي.
د دې بورډ وياند فريد هوتک نن یکشنبه ازادي راډيو وویل، دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده: "د افغانستان لپاره سبا لوبه ډېره مهمه ده او افغان لوبډله له پوره چمتوالي سره سبانۍ لوبې ته ځي، هندوستان او افغانستان دوه-دوه لوبې کړي چې هر یوې لوبډلې يوه، يوه بايللې، په دې اساس سبا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده."
افغانستان له متحده عرب اماراتو پرونۍ مسابقه د ۱۴۰ منډو په توپیر وګټله، خو خپله لومړۍ مسابقه یې چې د پاکستان پر وړاندې بایللې ده.
اوس په 'اې' ګروپ کې پاکستان په دوه بریاوو سره لومړی، هند په یوې ماتې او یوې بریا سره دوهم، افغانستان په یوې ماتې او یوې بریا سره درېیم او متحده عرب امارات په دوو ماتو سره څلورم ځای لري.