۳ اروپایي هېوادونو د ایران د اټمي تړون خبرو پر ګړندیتوب ټېنګار کړی
![۳ اروپایي هېوادونو د ایران د اټمي تړون خبرو پر ګړندیتوب ټېنګار کړی](https://gdb.rferl.org/cb520000-0aff-0242-d12c-08d9b3df5da8_cx25_cy23_cw41_w800_h450.jpg)
درې اروپایي هېوادونه چې په مستقیم ډول له ایران سره د اټمي تړون د را ژوندي کېدو په خبرو کې ښکېل دي د دې خبرو پر ګړندیتوب ټینګار کړی دی.
د خبرو اتم پړاو د دوشنبې په ورځ په ویانا کې پيل شو.
د امریکا متحد ایالاتونه په دوه زره اتلسم کال کې له دې تړونه چې په دوه زره پنځلسم کال کې لاسلیک شوی و بهر شول، تر دې وروسته ایران په تدریجي ډول د یورانیمو غني کول زیات کړي دي.
د بریتانیا، فرانسې او جرمني دپلوماټانو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ وویل، دا خبرې عاجلې دي او هغه ټکي ته په نژدې کېدو یو، چې د ایران د اټمي هڅو سرعت ورسره یو مخ کمېږي.
په دې بیان کې راغلې دي چې څو اوونۍ وخت شته نه څو میاشتې.