طالبانو زرو افغان کونډو او بېوزلو ښځو ته د چین بشري مرسته ووېشله
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په کابل کې د چین حکومت له لوري زرو افغان کونډو او بېوزلو ښځو ته د بشري مرستو د رسولو خبره وکړه. د دغه وزارت د رسنیو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري د چهارشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په دې مرستو کې وریجې او جامې شمالې دي. ښاغلي انصاري د دغه مرستو په اړه وویل: "د چین هېواد دغه بشري مرستې چې وریجې او جامې پهکې شاملې وې، نن زرو تنو ښځو باندې ووېشل شوې چې له خپلو مېنو بېځایه شوي او د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري." ښاغلي انصاري... Читать дальше...