کولورادو ایالت کې ۶ تنه وژل شوي؛ امریکايي پولیس پېښه څیړي
دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دنویر ښار په مرکز کې په ډزو د دوو ښځو په وژنه پیل شوه.
له دې وروسته برید کوونکی یوې بلې سیمې ته ولاړ او هلته یې یو کس وواژه.
برید کوونکي په همدې ډول څو سیمو کې پر خلکو ډزې وکړې چې وروسته خپله هم د پولیسو په ډزو ووژل شو.
پولیسو ویلي برید کوونکی لینډون مک لیوډ نومیږي او ۴۷ کاله عمر یې درلود.