د روسیې سترې محکمې د بشري حقونو د یو سابقه لرونکي سازمان د تړل کېدو حکم کړی
د روسیې سترې محکمې په دې هېواد کې د بشري حقونو د یو سابقه لرونکي سازمان میموریال انټرنشنل د تړل کېدو حکم کړی دی.
دې سازمان ته په روسیه کې ډېر درناوی کېږي.
لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو د روسیې د سترې محکمې دا اقدام غندلی دی.
د بشري حقونو د دې سازمان د تړلو حکم د محکمې په پرونۍ غونډه کې وشو.
روسي څارنوالانو میموریل انټرنشنل سازمان د روسې د "بهرنیو عناصرو" له لانجمن قانون څخه په سرغړاوي تورن کړی دی.
له دې قانون څخه په زیاتېدونکې توګه په روسیه کې د مدني بنسټونو او رسنیو د ځپلو لپاره کار اخیستل کېږي.